امنیت

د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو قوماندان شهيد شو

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو قوماندان پرون په بادغيس ولايت کې شهيد شو.
د بادغيس ولايت امنيه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي امنيت ځواکونو پرون کله چې د قادس ولسوالۍ په لور روان وو؛ د طالبانو له کمين سره مخامخ شول چې د جګړې له امله د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو قوماندان شهيد شو.
په دې جګړه کې دوه تنه وسله وال طالبان هم ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته