سیاستخبرونهTOP

د کویټ د امیر د وفات په اړه د اسلامي امارت تعزیتي پيغام

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کویټ هېواد امیر الشیخ نواف الأحمد الجابر الصباح وفات شو.
د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغان ولس د کویټ هېواد له ولس سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.
د مرحوم لپاره له الله تعالی څخه جنة الفردوس او د هغه د کورنۍ، خپلوانو او ټول کویټي ورور او مسلمان ملت ته صبر جمیل او اجر جزیل غواړي.
د کویټ باقې پاتې مشرانو ته له الله تعالی څخه توفیق غواړو چې دغه غمیزه په ښه ډول مدیریت کړي او د کویټ راتلونکي لپاره ښه تصمیم ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته