اقتصاد

دکابل ښاروالي عوايد دتيرکال په پرتله ٧٥٠ مليونه افغانۍ زيات شوي دي

کابل باختر د سلواغې  اووه ويشتمه :
دکابل ښاروالي مالي او اداري معين احمد شعيب رحيم په دې وروستيو وختو کې په يوه غونډه کې دتيرکال په پرتله  په روان کال کې ددغې ادارې په عوايدو کې د ٧٥٠ مليونو افغانيو  دزياتوالي خبرورکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې په دې غونډه کې چې دکابل ښاروالۍ دفعاليتونوپه باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په موخه دحکومت داطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه دکابل ښاروالۍ مالي او اداري معين وويل چې دغه زياتوالى دتيرو کلونو په پرتله دکابل ښاروالۍ دعوايدو په کچه کې بې سارى  زياتوالى  ښيي .
ده زياته کړه کابل ښاروالۍ  په دې پريالى  شوې ده چې مجازاتو او  مکافاتوله اصل څخه په استفادې  دکابل ښاروالۍ دعوايدو د برخې دکارکوونکو  په سم مديريت  د  هراړخيزو  پروګرامونو په طرحه کولو  او داوونيزو ، مياشتنيو او درې مياشتنيو رپوټونو په وړاندې کولو سره دعوايدو دراټولولو په برخه کې سم ذهنيت او مثبت خوځښت رامنځته کړي .
دکابل ښاروالۍ مالي اواداري معين ، دعوايدو دبرخو دکړنو جدي څارنه له فساد سره په مبارزه کې جديت ، دصفايي او دځمکې له بيې څخه دښاروالۍدپورونو  غوڅ تعقيبول دامنيتي برخې ښه همکاري اودعوايدو په راټولولو کې  له تکنالوژى  څخه استفاده په روان مالي کال کې دکابل ښاروالي دعوايدو دکچې دلوړوالي ډير مهم دلايل وبلل .
دده دڅرګندونوله مخې کابل ښاروالي ، دښار داوسنيو ستونزو دحل کولو لپاره دقوانينو او دعوايدو دراټولولو دمديريت په برخه کې  پراخو بدلونونو ته اړتيا لري او په دې لاره کې يې يولړ ګامونه هم اخستي دي .
  ختم_+ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته