ښوونه او روزنه

په لوګرکې نږدې دوه نیم زره زده کوونکي له دولسمو ټولګیوڅخه فارغ شول

کابل باختر د ليندى  شلمه
سږکال دلوګرولایت دمرکزپه ګډون دولسوالیو په کچه له ۷۰ لېسوڅخه نږدې دوه نیم زره، زده کوونکي له دولسمو ټولګیوڅخه فارغ شول.
دلوګرولايت دپوهني ریاست ویاند شاهپورعرب باخترآژانس ته وویل چې دغه زده کوونکي د دولسوکلونو د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول، چې شمیريې نږدې دونیم زرو ته رسیږي  چې له دې ډلې څخه دری سوه شپږنوی تنه يې نجونې دي. دویلو وړده، چې په لوګرولایت کې دامهال په عمومي زده کړو کې یو سلو دوه ویشت لومړني، څلوراویا منځني او اویا ثانوي ښوونځي شته  چې له دې جملې څخه پنخه اویا یې د نجونو ښوونځي دي او دغه راز؛ د کرنې او کانونو د انستیتوتونو په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۶ ښوونځي هم په لوګرولایت کې شته اوفعالیت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته