امنیت

په جوزجان کې د نهو تنو مرګ ژوبله

کابل-باختر د زمري دمياشتې ٣:
په جوزجان ولايت کې د بم د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول او شپږتنه نورټپيان شول.
دغه چاودنه نن سهار د اتو بجو په شاو خواکې د آقچې ولسوالۍ په بازارکې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي، بم په يوه ريکشاکې ځاى پرځاى شوى و او هغه وخت چې د پوليسو د سرتيري کاروان د ساحې څخه تيريده، له لرې واټن څخه وچول شو.
د جوزجان ولايت د آقچې ولسوال اسدالله بهرامي باخترآژانس ته وويل چې ددغې چاودنې له امله يو پوليس او دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او د څلورو تنوپوځيانو په ګډون، شپږتنه ټپيان شول.
د آقچې ولسوال وسله وال طالبان ددغې بم ايښودنې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
د جوزجان يوه سيمه ييز مسوول وايي چې ددغې بم ايښودنې څخه د طالبانو هدف ددغه ولايت د نوى والي د سپرليو په کاروان بريد و، خو هغه څو شيبې مخکې له دغې سيمې څخه تيرشوى و.
حاجي باى مراد قوينلي چې په دې وروستيو وختوکې د جمهور رييس له خوا د جوزجان د والي په توګه ټاکل شوى، نن سهار له همدې تګلوري څخه د شبرغان ښارته تللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته