/کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تيره شپه ناوخته دګيلان ولسوالۍ په اتله ساحه کې دافغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ترسره شوي وو چې له امله يې ٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او٧ تنه نور يې ټپيان شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه راز طالبان په دې بريالي شول چې خپل ټپيان وليږدوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ