امنیت

يو روغتيايي کارکوونکى د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه وژغورل شو

غزني / باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د غزني ولايت پوليسو پرون يو روغتيايي کارکوونکى د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره .
د غزني ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست کميسار محمدمصطفى مايار په يوه خبري کنفراس کې وويل چې پوليسو د سيمې د خلکو په همکارۍ په دې بريالي شول چې روغتيايي کارکوونکى محمد جمعه د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوري.
ده زياته کړه چې دغه روغتيايي کارکوونکى د غزني ولايت د ناهور ولسوالۍ ته د پوليو واکسين د ليږدونې په وخت کې د دغې ولسوالۍ د ګرم آب په سيمه کې د لارې په اوږدوکې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا تښتول شوى و .
مايار زياته کړه چې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او د دغې پيښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته