امنیت

په کونړ کې پيل شوي عمليات پاى ته ورسيدل

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٥ نيټه :
دکونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پرخلاف د پوځيانو پيل شوي عمليات  پاى ته ورسيدل.
پوځي مقامات وايي: په دغو عملياتو کې بريالي شوي دي چې؛ د ماڼوګي ولسوالۍ  پاتې سيمې  د ډار اچوونکوله شتون څخه پاکې کړي.
دغه پوځي عمليات څه ناڅه لس ورځې مخکې په  ماڼوګي ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو ډلو  د شتون او فعاليتونو له  زياتوالي وروسته پيل شول او تر نن سهارپورې يې دوام وکړ.
د هېواد په ختيځ  کې د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې؛ د دغو عملياتو په بهيرکې د ماڼوګي ولسوالۍ په لسګونو کلي  د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول او ډار اچوونکو ته ېې د سر دروند زيان هم واړاوه .
ويل کېږي  په دغو عملياتو کې د طالبانو او داعشيانو څو سنګرونه  هم دړې وړې شوي دي.
مخکې له دې  په ماڼوګې کې په ترسره شويو عملياتو کې  خبر ورکړ شوى و  چې دغه ولسوالۍ د ډاراچوونکو له شتون څخه پاکه شوې ده  خو د خلکو د څرګندونوله مخې د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې اوس هم د وسله والو طالبانو او داعشيانو تر کنترول لاندې دي. 
د يوبل خبرله مخې ؛ په کونړ کې د يولر چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار دکونړ ولايت په ګڼ ميشتولارو  کې  شپږ ماينونه کشف اوشنډکړل   .
تراوسه پورې  د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخېستى  خو سيمه يېز مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونود ښخولو عاملين بولي.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته