کابل باختر دوري دمياشتې ١٤ : د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمداشرف غني پرون د پرانيستې ټولنې بنسټ رئيس کريس سټون او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررئيس وياند مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د قانون د حاکميت، معارف، افراطيت سره د مبارزې، د معتادينو د درملنې لپاره له تجربو څخه د ګټه اخيستنې، نشه يي توکو سره د مبارزې او د اعتياد د مخنيوي په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني اعتياد په هېواد کې له جدي معضلو څخه يوه وبلله ويې ويل، د اعتياد د
مخنيوي لپاره بايد موثرې برنامې تر لاس لاندې ونيول شي، ځکه دا پديده د ځوانانو د راتلونکي لپاره جدي تهديد ګڼل کېږي.
0 1 دقیقه لوستل