سیاست

تبصره

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
ناتو له تروريستي ډلو سره يوې هر اړخيزې جګړې ته ستنيږي.
په کابل کې دناتو دځواکونو وياند ويلي دي چې دوى به له دې وروسته دالقاعده او دحقاني دشبکې په تروريستي ډلو بريدونه وکړي.
دباختر اژانس مفسر ليکي :
په کابل کې دناتو وياند وايي چې ددغه سازمان ځواکونه په افغانستان کې له ډار اچوونې سره جګړه له سره پيلوي.
ده ويلي دي چې تروريستان په افغانستان او پاکستان کې پټنځي لري او خپلو فعاليتونو ته يې پراختيا ورکړې ده .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې ناتو په افغانستان کې د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى ته رسيدو سره په افغانستان کې د ډار اچوونې پرخلاف جګړه پاى ته رسيدلې اعلام کړه او ددغه سازمان ټول محارب ځواکونه او امريکايي پوځيان دافغانستان له خاورې څخه ووتل.
دناتو او دامريکا کابو لس زره تنه پوځيان په افغانستان کې هغه هم دافغان ځواکونو د روزنې په خاطر پاتې شول.
د ډار اچوونې پرخلاف دناتو او دامريکا دجګړې پاى ته رسيدل په داسې حال کې اعلام شول چې تروريستي ډلې هماغه شان فعالې دي او د ډيورند له کرښې اخوا يې په سخاوتمند ډول ملاتړ کيده او سمباليدل دغو ډلو په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ ميلادي کلونو کې دخپل فعاليت هم زيات کړاو په افغانستان کې يې دجګړې جغرافيا پراخه کړه او په عملي توګه يې دکندز ، لښکرګاه ،ترينکوټ ،فراه،پلخمري او ميمنې په ګډون يو شمير سيمې او نور ځايونه يې له ګواښ سره مخامخ کړل آن په کندز ښاريې دلنډمهال لپاره واکمني پيدا کړه ددغو دوو کلونو په بهير کې دا دافغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه وو چې په زړورتيا سره د ډار اچوونې پرخلاف ودريدل او دخپلو ټټرونو په ډال کولو سره يې پريښودله چې دمغرضو هيوادونو په تيره بيا دپاکستان پروګرامونه دافغانستان په وړاندې عملي شي.
د همدې مودې په بهير کې په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکونو نږدې دسيلاني بڼه لرله . سره له دې چې په افغانستان دتروريستي بريدونو حجم لوړ شو.
او دغه شان فعاليتونو عوامل هم مشخص وو خو نړيوالې ټولنې دهغو په وړاندې کمه پاملرنه وکړه .
د ډار اچوونې پرخلاف جګړه کې دبهرنيو ځواکونو فعال نه شتون نه يوازې وسله وال طالبان زړور کړل بلکې د داعش په ګډون نورو تروريستي ډلو سر پورته کړ او دپاکستان دلاس وهنې، تيري بڼه غوره کړه ، ددغه شان فعاليتونو دوام د دې څرګندوى و چې تروريستي ډلو په افغانستان دواکمنۍ له خوب څخه لاس نه دى اخستى ،په دې موده کې نور هيوادونه هم دومره خوندي نه وو، ډار اچوونکو او بنسټپالو په فرانسه ،آسپانيا،امريکا ،آلمان او په نورو ځايونو کې په تاوتريخوالي په لاس پورې کولو سره وښودله چې دپخوا په شان دلويديځو هيوادونو په وړاندې يو ګواښ دى.
دامنيتي چارو کارپوهان په دې باور دي په افغانستان کې ډار اچوونې پرخلاف جګړې ته دناتو ستنيدل ښيي چې تروريستي ګواښونه لاپسې جدي شوي دي او په عملي توګه يې لويديځ هيوادونه ښارونه او خلک له خطر سره مخامخ کړي دي.
او که چيرې دافغانستان حالت ته پاملرنه نه شي تروريستي ډلې به بيا په دغه هيواد کې ځالې جوړې کړي او يو ځل بيا به يو هر اړخيز ګواښ رامنځته شي په همدې دليل دى چې ناتو د ډار اچونې پرخلاف جګړې سره يوځاى کيږي.
دافغان امنيتي او پوځي چارو کارپوهان وايي چې يوازې په افغانستان کې د ډار اچوونې پرخلاف جګړې ته ستنيدل کافي نه دي،په لويديځو هيوادونو کې پوځيان په خپله وايي چې په افغانستان او پاکستان کې تروريستي کړۍ فعالې دي . په داسې حال کې چې افغان دولتي چارواکي کلونه کلونه کيږي چې وايي چې له ډار اچوونکو سره د ډيورند له کرښې اخوا ملاتړ کيږي . او افغانستان ته رااستول کيږي لازمه ده چې لويديځ هيوادونه ، امريکا او ناتو د ډار اچوونې پرخلاف د خپلو اقداماتو په نوي فصل کې د ډيورند له فرضي کرښې ا خوا د تروريستانو دپيدايښت ځاى او پټنځي ته پاملرنه وکړي . يوازې القاعده او دحقاني شبکه نه دي چې تروريستي فعاليتونه ترسره کوي په افغانستان او سيمه کې دطالبانو او د داعش په ګډون څو تروريستي شبکې فعالې دي . بايد دغه ټولې تروريستي ډلې يو شان تعريف شي ، ښه او بد نه لري ضرري ده چې له يوې مخې وځپل شي د ډار اچوونکو ډلو پرخلاف دقوې دکارولو او دبريدونو دپراختيا ترڅنګ لازمه ده چې لويديځ هيوادونه او امريکا له افغانستان او دسيمې له نورو هيوادونو سره په همغږۍ کې دبنديزونو په لګولو سره دنړيوالو موسسو له لارې دتروريستي ډلو او دهغو دملاتړو هيوادونو دمجازاتو په فکر کې واوسي. دغه راز ضروري ده چې دتيرو تيروتنو دغه تکرار په مقصد ،بهرني ځواکونه خپل عمليات دافغانستان د امنيتي او دفاعي بنسټونو سره په همغږۍ کې ترسره کړي.
افغانان په دې ټينګار کوي چې دناتو اقدامات دى بايد لنډمهال نه وي .د ډار اچوونې پرخلاف مبارزه يو اوږدمهال او دوامدار بهير دى چې بايد په پام کې ونيسو او په زغم سره په وړاندې يې ودريږو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته