ټولنه

په قندهار کې له اړو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
په قندهار کې  له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه مرسته  دنړۍ  دخوړو دسازمان له خوا برابره شوې وه  .
دقندهار درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې په دې پړاو کې په  ٥٦٠ اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
په دغو مرستوکې اوړه ، وريجې ، غوړي ، دال ، بوره اومالګه شته .
زياتره هغه کورنى چې دغه مرستې ترلاسه کړي دي  دکرونا ويروس دخپرېدو اودقرنطين دلګولو له امله  خپل کار له لاسه ورکړي دي او دهغوى اقتصاد ته جدي زيان اوښتى دى .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته