کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٥:
لس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په قندهار ولايت کې په دوو جلا جلاپوځي عملياتوکې ووژل شول.
دغه عمليات د ميوند او ميانشين په ولسواليوکې هغه وخت ترسره شول چې يرغلګر په تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ځواکونو وياند ډګرمن محمدمحسن سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتوکې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې پوځيانو په دغو عملياتوکې د وسله والوطالبانوله شتون څخه دڅو کليو په پاکولو بريالي شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال کې ډګرمن سلطاني وايي چې پوځيانوپه دغو عملياتوکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل