امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دهرات ولايت ته نومول شوى والي ووژل شو

کابل باخترد تلې دمياشتې  ١  :
دوسله والو طالبانو دډلې له  خوا دهرات ولايت ته  نومول شوى والي ملا عبدالرحمن نيکه  تيره شپه  دناتو دجنګي الوتکو په بريدونو کې ووژل شو.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف  احمدي دباخترآژانس خبريال ته وويل : دوسله والو طالبانو دډلې له  خوا دهرات ولايت ته  نومول شوى والي ملا عبدالرحمن نيکه   دفراه ولايت  دبکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناتو دجنګي  الوتکو په بريدونو کې ووژل شو.
په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته