غزنى باختردليندۍ دمياشتې٢٢ نيټه :
پنځه ويشت تنه ډار اچوونکي تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم خيل باختر آژانس ته وويل چې شپاړلس تنه ډار اچوونکي د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې په هوايي بريدونوکې ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دغه راز شپږ تنه نور ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې د غزني ولايت د آبند ولسوالۍ په مربوطاتوکې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د افغان پوځيانو له غبرګون سره مخامخ شول.
دغه راز درې تنه نور ډار اچوونکي د غزني ولايت د مقر او ده يک په ولسواليوکې د ملي اردو له ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول او شپږ تنه نورټپيان شول.
د يو بل خبرله مخې:
د ٢٠٣ تندر قول اردو منسوبينو څلور ماينونه د غزني، پکتيا او د خوست د ولايتونو له مربوطاتو څخه کشف او شنډ کړل.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل