ورزش

دساحلي فوټبال ملي ټيم جوړ شو .

کابل باختر دليندي  دويمه :
  دساحلي فوټبال انتخاباتي سيالۍ پرون داميد افغان ټيم په اتلوالۍ سره پاى ته روسيدې .
دساحلي فوټبال دکميټې رييس روح الله رستګار نن دباختراژانس خبريال ته وويل دساحلي فوټبال انتخاباتي سيالۍ چې پنځه مياشتې مخکې  داتو ټيمونو په ګډون دګول پروژې دساحلي فوټبال په  ډګر  کې پيل شوې وې په پاى کې داميد افغان ټيم په اتلوالۍ  سره پاى ته روسيدې او دټيمونو له غوره څيرو  څخه ددغه ورزش ملي ټيم جوړ شو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل ددغوسياليو په وروستي پړاو کې چې پرون ترسره شو داميد افغان ټيم دپنځو په وړاندې په اتو سره دسباوون پرټيم او ديوويشتمې پيړۍ  ټيم  دپنځو په وړاندې په اتو سره دخاور پرټيم بريالي شول او په پاى کې داميد افغان ټيم د٢٨ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام او ديو ويشتمې پيړۍ  او خاور ټيمونو د ٢٤ او ٢١ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او دريم مقامونه وګتل .
دغه راز ددغوسياليو په پاى کې شلو غوره څيرو دساحلي فوټبال دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته