فرهنګ

دهوايي چلند خپلواکه اداره : اطلاع رسول دبيان دآزادۍ انکار نه منوونکي اصل دى.

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  مشرتابه  هيئت  او کارکوونکي  دکورنيو او نړيوالو رسنيو له خبريالانو او کارکوونکو سره دهمکارۍ اوملاتړ ترڅنګ  نن يې خلکو ته په خپل وخت  داطلاع رسولو او اطلاعاتو  په برخه کې  خپله همکاري  څرګنده کړه.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دغې ادارې په دې باب ديوې اعلاميې  په خپرولو سره ليکلي دي  دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  مشرتابه هيئت په هېواد کې داطلاع رسولو  او خبريالۍ دکار په  ارزښت خبر دى او هغه دبيان دآزادي   او ولسواکۍ  په لاره کې   انکار نه منونکي اصل بولي.
دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې مشرتابه هيئت دټولنيزو  رسنيو دقانون   ، اطلاعاتو دلاس رسي دقانون   او دجمهوري رياست دوروستي فرمان په  چوکاټ کې  ډير ژر دمحرميت له پلوه  داطلاعاتو ددرجه بندۍ  په موخه يو طرزالعمل  چمتو کوي  او د اداري د وياند  په ګډون  ددغې ادارې درې تنه مقامات له خبريالانو  اورسنيو سره دهمکارۍ په لاره کې  چوکاټ مشخص کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته