امنیت

په لغمان کې دوه تنه شوکماران او یو تن قاتل د پولیسو له لوري له وسلو سره يې ونیول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
په لغمان کې دوه تنه شوکماران او یو تن قاتل ونيول شول.
د لغمان د والي د وياند سرحدي ځواک پر وينا، دوه تنه غله او شوکماران چې تېر ماښام یې د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره عزیز خان کڅ د فیروز اباد په سیمه کې غوښتل په لاره تلونکي مسافر ولوټي، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د ملي امنیت د راپور پر اساس د امنیتي ځواکونو له لوري لاس په لاس نیول شوي دي.
دغه کسان چې یو یې عبدالعزیزدزوى عبدالحمید او بل یې کبیرزوى قدیر دى یو کلاشینکوف او یوه تومانچه هم ور سره وه چې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
ځواک زياتوي دغو کسانو له دې وړاندې هم په دى سیمه کې په شوکمارى او نورو جرمونو کې لاس درلود چې د امنیتي ځواکونو له لوري تر څار لاندې ول.
نوموړي زياتوي د لوی لارې پولیسو د قرغیو ولسوالۍ اړوند د زیړانیو په سیمه کې د ثنا ګل په نامه یو تن چې د وژنې تور پرې موجود و، هم نیولی دی.
د یادونې وړده چې دغه دواړه قضیې د لا نورو معلوماتو د تر لاسه کولو په موخه دا مهال د قرغیو ولسوالۍ د پولیسو سره تر څېړنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته