امنیت

د لومړي ځل لپاره په پامير ٧٠٧ زون کې د امنيتي ځواکونو ورځ ونمانځل شوه

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٠
د لومړي ځل لپاره په پامير ٧٠٧ زون کې د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ورځ ونمانځل شوه.
د پامير ٧٠٧ زون قوماندان لوى پاسوال بابه جان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه ورځ د ټاکلو هدف د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو له فعاليتونو څخه ستاينه او نمانځه ده او د هېواد د امنيت شورا په لارښوونه له دې وروسته دغه ورځ هرکال د افغانستان په ټولو ولايتوکې نمانځل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته