امنیت

په هلمند کې ۶تنه وسله وال ووژل شول

لښکرګاه باخترد سلواغې ۴ مه
د هلمند ولایت په نهر سراج،نادعلي او د مارجې په ولسوالۍ کې شپږ تنه وسله وال ووژل شول او دوه تنه نور ژوندي ونیول شول.
چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د هلمند ولایت په نهر سراج،نادعلي او د مارجې په ولسواليو کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي،یو تن ټپي شوی او دوه تنه نور مخالفان له خپلو وسلو سره يوځای ژوندي نيول شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې، په دغو عملیاتو کې شل بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
ځواک زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته