امنیت

په مزارشريف ښارکې په ننني ځانمرګي بريدکې دوه تنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښارکې د ننني ځانمرګي بريد له امله دوه تنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول .
ځانمرګي يرغلګر نن د غرمې په شاوخوا کې په مزارشريف ښارکې د مبارکې روضې د شمال لويديځ په ساحه کې ځان دګن شمېر ميوه پلورونکو او پيرودونکو ترمنځ وچاوه .
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ  وياند دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د يوه ماشوم او دريو ښځو په ګدون څوارلس تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې ځانمرګي يرغلګر ځان دمبارکې روضې په شمال لويديځ کې په يوګڼ ميشت بازارکې چولى دى .
په همدې حال کې د بلخ ولايت په مرکزي روغتون کې د دغې پيښې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل دى .
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو مخکې له دې طالبان د دغه شان بريدونو عامل بلل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته