امنیت

په کابل کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د چنګاښ ۳۱مه / باختر
پوليسو په کابل کې يوه شپږ کسيزه ډله د غلا او وژلو په اړوند ونيوله.
د کابل د امنيې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز باختر آژانس ته وويل: دغو کسانو د کابل ښار د اتمې، نهمې، دولسمې، شپاړسمې او نولسمې حوزو په مربوطاتو او د دغه ولایت په بګرامۍ ولسوالۍ کې د غلا او وژلو په څو پېښو کې لاس لاره چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شول.
په نيول شويو کسانو کې يوه ښځه هم شامله ده.
همدارنګه له نيول شويو کسانو څخه يو کرولا موټر، دوه نمبر پلېټونه، شپږ موبايلونه او يوه تومانچه ترلاسه شوې ده.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته