امنیت

شپږويشت تنه ډاراچونکي ووژل شول اواتلس تنه نوريې ټپيان شول.

کابل- باختر د وږي د مياشتې٥مه
دهيوادپه يوشميرولايتونوکې دملي اردودځواکونودچاڼيزوعملياتواودهوايي ګوزارونوله امله شپږويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول اواتلس تنه نورټپيان شول.
دملي دفاع وزارت دوياندمطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه عمليات دهيواداوخلکوددښمنانودځپلواودسولې اوامنيت دټينګښت په مقصددکابل،روزګان،دايکندي،قندهار،زابل،کندز،سرپل،بغلان،فارياب اودجوزجان دولايتونوپه مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې شپږويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول،اتلس تنه ټپيان اواته تنه نورونيول شول اويوه اندازه وسله اومهمات ترلاسه شول اوپه لسګونوډول ډول تاينونه کشف اوشنډ کړى شول.
دغه رازد دښمن د درندو وسلو د ډزو او دهيوادپه بيلابيلوسيموکې دماينونودچاودنې له امله دملي اردودرې تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته