امنیت

په فاریاب کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/دلړم۱۳مه/باختر
د فاریاب د پشتونکوټ ولسوالۍ په چقماق سیمه کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي باختر اژانس ته وویل چې افغان ځواکونو تېرماښام د پشتونکوټ ولسوالۍ په چقماق سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په برېدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال مولوي حزب الله په ګډون نهه نور طالبان ټپیان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته