کابل باختردکب دمياشتې١٤ نيټه :
يوشمير مدني ټولنو اوقومي شوراګانو نن په يوه خبري غونډه کې د بريښنايي پېژند پاڼو دويشلو غوښتنه وکړه.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې خبري غونډه کې چې د مطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالارکې جو ړه شوه دسياسي سازمانونو او د مدني بنسټونو د سمون رئيس محمدابراهيم کريمي دموضوع په باب خبرې وکړې او ويې ويل ؛ موږ نه غواړو هغه ستونزې چې په ارګ کې دي دقومونو ترمنځ خپرې شي.
ده زياته کړه د ګوتو په شمير کسان هلې ځلې کوي چې د قومونو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي څو وکولاى شي په پارلماني او د ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې درغلي وکړي.
ده دهېواد اساسي قانون ته په اشارې سره وويل ؛ هرڅوک چې په افغانستان کې ژوند کوي افغان دى.
دازبکانو استازي هدايت الله سهيل هم په دې غونډه کې دموضوع په باب
خبرې وکړې او ويې ويل ؛ هر هغه څه چې موږ داصلاحاتو په لور يوسي د هغه پيروي کوو او د بريښنايي پېژند پاڼو لرل په انتخاباتو کې د درغليو د مخنيوي يوازينې لاره ده .
د پکتيا د خلکو استازي داوود شاه نيازي په خپلو خبرو کې وويل ؛ يوشمير سياستوال دخپلو شخصي ګټو په خاطر داسې موضوګانې راپورته کوي چې په هيڅ صورت دهېواد په ګټه نه دي .
ددغې غونډې په پاى کې دغونډې دبرخه والو ګډه اعلاميه ولوستل شوه چې په هغه کې دبريښنايي پېژند پاڼو په ويشلو ټينګار شوى دى.پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل