امنیت

د آقینې بندر د محافظت قطعې قوماندان ووژل شو

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر
د آقینې بندر د محافظت قطعې قوماندان پرون ووژل شو.
د فاریاب د خان چارباغ ولسوالې مېرمن ورتاج د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د آقینې بندر د محافظت قطعې قوماندان جګړن عزیزالرحمن کله چې غوښتل له وسلې سره یې د آقینې ګمرک د رییس دفتر ته ننوځي؛ د ګمرک رییس له ساتونکو سره په نښته کې ووژل شو.
په پېښه کې د آقینې ګمرک د رییس ساتونکی هم ټپي شوی دی.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته