TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د جګړې تودېدل او د خلکو کړېدل

کابل/ د وري ۱۴مه/ باختر
په افغانستان کې د څلورو لسیزو تپل شوې جګړې تجربه دا جوتوي چې د هوا په تودېدو سره د جګړې ډګر هم تودېږي. همدا اوس د هېواد په یو شمېرسیمو کې جګړه روانه ده او د جګړې تر ټولو ستر زیان بې ګناه افغانانو ته رسېږي. د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
داسې آوازې دي چې مخالفانو خپل پوځي تحرکات د هېواد په یو شمېر سیمو کې ډېر کړي دي. ویل کېږي چې هغوی غواړي کابل ته په نږدې ولایتونو کې فشار ډېر کړي او کابل تر یو ډول ګواښ لاندې راولي. که څه هم په ځینو سیمو کې هغوی خپل هغه سنګرونه له لاسه ورکړي دي چې کابو لس کاله یې کنترولول، لکه د ننګرهار په حصارک او شېرزادو کې. د پوځي تحرکاتو د ډېرېدو مانا د جګړې ډګر تودول دي او د جګړې تودول یانې د بې ګناه عادي خلکو کړول. د څلورو لسیزو جګړې تجربه دا جوتوي چې د هوا په تودېدو سره تل جګړه زوراخلي. دا داسې موسم دی چې کروند ګر باید د خپلو کرنیزو ځمکو حاصلات راټول کړي؛ خو جګړه تل د دوی د کال یا شپږو میاشتو خواري په اوبو لاهو کوي او د غنمو درمندونه یې د جګړې د اور په لمبو کې خاورې ایرې کېږي.
سږکال د جګړې د تودېدو ګواښ داسې مهال مطرح کېږي چې په ترکیه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه نړیوالې غونډې ته هم تیاری پيل شوی دی. د سولې خبرو په درشل کې که د جګړې ډګر تود وي؛ نو هلته به د خبرو فضا ډېره سړه وي او که د جګړې ډګر دلته سوړ وي؛ نو بیا به هلته د خبرو فضا ډېره توده وي. افغانان غواړي چې د خبرو فضا توده شي، نه د جګړې ډګر. که سولې ته د رښتیني ژمنتیا او ارادې خبره مطرح وي؛ نو بیا خو باید دواړه لوري د ترکیې ناستې ته تیاری ونیسي او داسې طرحه برابره کړي چې هغه د افغاني ټولنې له واقعیتونو سره اړخ ولګوي، د افغانانو غوښتنې په کې رانغاړل شوي وي او د تطبیق وړوي.
اوس ډېره مهمه خبره دا ده چې د جګړې ښکیل لوري کوښښ ونه کړي چې د هوا له تودېدیو سره دوی جګړه هم توده کړي. که کوم لوری فکر کوي چې که جګړې ته زور ورکړي؛ نو کولای شي کوم برخلیک ټاکونکی پوځي بری ترلاسه کړي او د جګړې روانې معادلې ته د ځان په ګټه ستراتېژیک بدلون ورکړي او مقابل لوری د جګړې له صحنې حذف کړي. جګړه ګټونکی نه لري او پرته له دې چې عام ولس ته زیان ورسوي، بله کومه پایله نه لري.
ټول لوري باید سولې ته خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي او د هوا له تودېدو د جګړې د یوفرصت په توګه ګټه پورته نه کړي؛ بلکې د سولې د یو فرصت په توګه ترې ګټه واخلي. اوس ډېرښه تاریخي فرصت د سولې لپاره برابر شوی دی او باید له دغه تاریخي فرصته روانې جګړې ته د پای ورکولو لپاره ګټه واخلو. د افغانانو ملي ګټې غوښتنه کوي چې موږ پر سولې تمرکز وکړو، نه پر جګړې؛ د باور او اعتماد جوړولو لپاره کار وکړو، نه د کرکې او نفرت لپاره چې بې باوري لاپسې ډېروي. ټول ښکیل لوري باید داسې تګلاره غوره کړي چې نور افغان ولس د هوا له تودېدو و نه ډارېږي او دا اندېښنه او تشویش ورسره نه وي چې بیا به جګړه زور اخلي، د دوی درمندونه به خاورې ایرې کېږي، کورونه به یې نړېږي او دوی به د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کېږي. د جګړې تودېدو او د خلکو کړېدو ته باید د تل لپاره پای ورکړو.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته