امنیت

دغزني دولايتي شورا يو غړى وډبول شو .

کابل باختر د سلواغې  ديارلسمه :
دغزني دولايتي شورا يو غړى نن  ددغه ولايت  دسرپرست  دساتوونکو له خوا وډبول شو .
دغزني دولايتي شورا  غړى  حسن رضا  يوسفي  دباختراژانس خبريال ته وويل  کله چې  مې غوښتل  دغزني  ولايت په اداري غونډه کې ګډون وکړم  دولايت په انګړ کې  دولايت دسرپرست  دساتوونکو له خوا وډبول شوم  او ټپي شوم .
  خو دغزني ولايت سرپرست  موسى خان اکبر زاده ددغې ادعا په ردولو سره وايي چې اداري غونډه پاى ته رسيدلې  وه  چې يوسفي  دامنيه قوماندانۍ دپوليسو له خوا له ناندرو وروسته  وډبول شو .
  اکبر زاده زياته کړه يوهيئت يې موظف کړى  دى  چې قضيه وڅيړي  او عاملين يې څارنوالي ته  معرفي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته