کابل باختر د تلي نولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو مالي مسوول په لوګر کې ووژل شو .
دلوګر ولايت درسنيو ددفتر مسوول باختراژانس ته وويل: د ٣٣٣ دځانګړو عملياتو قطعه دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې ددغې ډلې مالي مسوول هارون ، دطالبانو يو قوماندان له يوبل طالب سره ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه :ددوى دوه کلاشينکوفونه ، يوه اندازه مهمات او څولاسي بمونه هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ