کابل باختر دلړم اتلسمه :
دهيواد دمشهور سندرغاړي ارواښاد استاد مومن خان بيلتون جنازه نن دکابل په بيني حصار کې ددوى په پلرني اډيره کې خاورو ته وسپارل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دهيوادددغه نوميالى هنرمند دجنازې دښخولو په مراسمو کې يوشمير دولتي مقاماتو ، په ملي شورا دخلکو استازو ، هنرمندانو او هنر دوستانو او دارواښادخپلوانو او مينه والو ګډون کړي و .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني ارواښادبيلتون يو وګړنۍ هنرمند وباله او ويې ويل : هره پارچه چې مومن خان بيلتون اجرا کړې ده ، دده له زړه وړونکي حنجرې څخه پورته شوى او په زړونوکې يې ځاى پيداکړې ده .
له دې امله بيلتون دهيواددعام او خاص محبوب سندر غاړى و .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير بيلتون دهيواد دګوټې په شمار سندرغاړو له جملې څخه وباله چې داصيل افغاني او وګړني هنر په وده کې به دده رول په هيواد کې تلپاتې وي .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزير دارواښاد مومن خان بيلتون کورته په ورتګ سره ددغه وګړنۍ هنرمند دمړينې له امله دده کورنۍ او خپلوانو ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړ او ويې ويل : چې داستاد بيلتون مړينه يوه نه ستړې کيدونکى ضايعه ده .
مومن خان بيلتون کلونه کلونه سندرې وويلې او په لسګونو سندرې يې دملي راډيو او ټلويزيون په ارشيف کې ثبت کړي دي .
استادبيلتون څلور ځلې دکال دډير ښه هنرمند په توګه انتخاب شوى او پنځه هنري مډالونه يې هم ترلاسه کړي و .
2 1 دقیقه لوستل