ورزش

په هرات کې د واليبال سياليو دوام وموند

کابل – باختر د کب دمياشتې ٤
د مخکښولوبغاړو دواليبال د جام سياليو پرون په هرات ولايت کې په دريولوبو سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو لوبوکې د المپيک د دوو په وړاندې په دريو سره د اميد آسيا پر ټيم، د افغان ورزش ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره د کهسان پرټيم او د پامير ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د رسنيو پرټيم بريالي شول .
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته