کابلباخترد زمري ٢٦مه
اته وسله وال طالبان په روزګان کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
امنيتي مسوولين وايي چې پر دغو طالبانو تېره شپه د خاص روزګان ولسوالۍ کې د ماين د ځاى پر ځاى کولو پرمهال بريد شوى دى.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جکپوړي قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل، چې په نښته کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ويل کېږي چې په نښته کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبرله مخې، د هلمند په سينګين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپوکشف شوه.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، له کشف شوي ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ختم_ سعيده_ اکرم
1 1 دقیقه لوستل