امنیت

٣٨ تنه طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل  باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
اته ديرش تنه  وسله وال طالبان هغه وخت د بدخشان ولايت د تګاب ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ووژل شول  چې په دغې ولسوالۍ کې يې  په امنيتي پوستويې ډله ييز بريدونه وکړل.
د بدخشان ولايت د ملي امنيت درياست يوخبر ځاى باختر آژانس خبريال  ته وويل ؛  يوشمير وسله والو طالبانو تيره شپه  د دغه ولايت دتګاب ولسوالۍ  په  امنيتي پوستو بريدونه وکړل  اوپه هغې جګړه  کې چې دطالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ ونښته  ٣٨ تنه وسله وال  طالبان  ووژل شول او يو زيات  شميرنور يې ټپيان شول.
يوه اړونده  خبرځاى وويل :  طالبان له  څوساعتو  نښتو وروسته له سيمې څخه
وتښتيدل او د دغه ولايت  ديمګان ولسوالۍ  ته يې پناه يووړه.
د ملي امنيت د خبرځاى  دڅرګندونوله مخې  په دغو جګړو کې د ملي پوليسو څلور تنه  سرتيري شهيدان او پنځه تنه  نور ټپيان شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته