ورزش

د هېواد د کرکټ ملي ټيم څلور دوستانه لوبې کوي

کابل/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱۵ مه
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د سکاتلند او آيرلند د کرکټ له ملي ټيمونو سره څلور٥٠ آوريزه دوستانه لوبې کوي.
د هېواد د کرکټ بورد وياند فريد هوتک نن د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سکاتلند ته تللي دي او ټاکل شوې ده ددغه هېواد د کرکټ له ملي ټيم سره دوه ٥٠ آوريزه دوستانه لوبې وکړي او د ثور په ٢٩ او ٣١ نېټه د ايرلند دکرکټ له ملي ټيم سره دوه نورې ٥٠ آوريزې دوستانه سيالۍ په دغه هېواد کې ترسره کړي.
دغه لوبې د انګلستان او ويلز ۵۰ آوريز جام سياليو ته دهېواد دکرکټ دملي ټيم دتياري په مقصد چې تر راتلوونکو څو اوونيو پورې پيليږي، ترسره کېږي .
د هوتک د څرګندونوله مخې: د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به له دغو سياليو وروسته    د نړيوال جام په سياليو کې د ګډون په مقصد انګلستان ته لاړ شي.
پاى م ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته