ورزش

دهيواد له شپاړلس کلنۍ څخه ښکتنه دفوټبال ټيم دعربستان له ټيم سيالۍ کوي.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٣
ټاکل شوې ده دافغانستان له شپاړلس کلنۍ څخه ښکته دفوټبال ټيم نن مازيګر په اردن کې دسعودي عربستان له ټيم سره لوبه وکړي.
دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو غړي مرتضى دانش دباختر آژانس خبريال  ته وويل : له شپاړلس کلنۍڅخه ښکته دفوټبال دنړيوال جام مقدماتي سيالۍ په لسو ګروپونو کې درې ورځې مخکې د درې څلويښتو هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون داردن په کوربه توب پيل شوې چې ټاکل شوې ده دافغانستان ټيم په څلورم ګروپ کې نن مازيګر لومړى لوبه د سعودى عربستان له ټيم سره وکړي.
دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې :  ددغه ټيم دويمه لوبه به دجمعې په ورځ د سوريې له ټيم سره ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته