ورزش

د هېواد دفوټبال ملي تيم پاى لوبې ته لاره وموندله

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١١ :
دافغانستان  دفوټبال  ملي ټيم  چې دآسيا دجنوب داتلوالۍ مدافع دى تيره شپه  په يوه په  زړه پورې لوبه کې  دسريلانکا ټيم ته  دصفر  په وړاندې په پنځو سره ماتې ورکړه  او په پاى لوبې ته يې لاره وموندله .
دغه سيالۍ  چې په  هند کې  پيل شوي دي دافغانستان دفوټبال ملي ټيم خپله څلورمه لوبه   دسريلانکا له ټيم سره  وکړه  او دغه ټيم ته يې  دصفر په وړاندې په پنځو سره ماتې ورکړه او پاى لوبې ته يې لاره وموندله .
مخکې له دې دافغانستان دفوټبال ټيم بنګله ديش ته دصفر په وړاندې په څلورو سره ، بوتان ته دصفر په وړاندې په دريو سره  او د مالديف ټيم  ته ديوې په وړاندې په څلورو سره  ماتې ورکړې وه .
افغانستان دآسيا دجنوب  دجام داتلوالۍ مدافع دى .
اوس دافغانستان د فوټبال ملي تيم دهند له ملي ټيم سره لوبې ته  چمتو کيږي  چې مالديف  ته يې د دوو په وړاندې په  دريو سره ماتې ورکړې ده.
په  ٢٠١٣ ميلادي کال کې  د هند د فوټبال ټيم په نيپال کې دافغانستان  له ټيم څخه ماتې خوړلې وه.
دهنداوافغانستان دفوټبال دټيمونو ترمنځ پاى لوبه ديکشنبې  په ورځ ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته