روغتیا

په سلګونو روږدي کسان تداوي شول .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
په نيمروز کې  په سلګونو روږدي کسان له درملنې وروسته نن  له خپلو کورنيو سره يوځاى شول .
د نيمروز  د عامې روغتيا  د رياست  يو مسوول  د باختراژانس خبريال ته وويل: چې  د عامې روغتيا رياست له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت په همکارى  په اوونۍ کې دوه ځلې په نيمروزکې  په نشه يي توکو روږدي کسان  راټولوي او د درملنې په خاطريې  د روږدې کسانو د درملنې مرکز ته يې سپاري.
هغه وويل  چې دغه کسان  ٤٥ ورځې  تر درملنې لاندې نيول کېږي او له  تداوى وروسته  کورنيو ته يې سپارل کېږي.
يو روږدى  محمد امين چې نوى  روغ شوى دى، وويل:  زه له مسوولينو څخه غواړم  چې  د روږدو کسانو د کمښت په خاطر د نشه يي توکو د پلورونکومخه   چې دښار په کچه نشه يي توکي روږدو کسانو ته رسوي ونيول شي.
د نيمروز  مدني فعالان د روږدو کسانو  د درملنې په خاطر  خوښي څرګنده کړه او د مسوولو ادارو کارونه  ستايي.
خبرځاي وويل:  د تېرو څو اوونيوپه بهير کې  پنځه سوه روږدي کسان  له ښارڅخه راټول شوي او درملنې په مقصد  روغتون ته سپارل شوي دي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته