کابل/ د مرغومي ٨ مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت خبرتيا
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د مصؤنيت او روزنې رياست، د ځوانانو لپاره د زده کړې د فرصتونو د برابرولو په موخه د (MTN) مخابراتي شرکت د خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د شاهين د تخنيکي او مسلکي لوړو زده کړو له انستيتوت سره د انګليسي ژبې، معلوماتي ټکنالوجۍ او د ادارې او منجمت په برخوکې د همکارۍ موافقه ليک لاسليک کړى دى.
د دغه موافقه ليک له مخې، ٨٠٠ ځوانانو ته په وړيا توګه د زده کړې زمينه برابره شوې ده .
مينه وال کولاى شي د نوم ليکنې او انستيتوت ته د پېژندنې په موخه له دوو عکسونو او د تابعيت تذکرې له فوتوکاپۍ سره په پل باغ عمومي کې د ځوانانو چارومعينيت ته ورشي.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل