امنیت

٢٠١٧ کال د افغان پوځ لپاره د برياو او لاسته راوړنو څخه ډک کال و

اسعد اباد باختر د مرغومې ٢٤ مه
په کونړ ولايت کې ٢٠١٧ کال د افغان پوځ لپاره د برياو او لاسته راوړنو څخه ډک کال و.
چارواکي وايي چې، په دغه ولايت کې يې د لسګونو عملياتو پرمهال نېږدې پنځه سوه وسله والو  مخالفانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کونړ که څه هم  د جغرافيوي موقعيت له پلوه د دولت د وسله والو مخالفانو لپاره د فعاليت کولو يو خوندى ځای په توګه پېژندل کيده ،خو په دې ولايت کې د افغان پوځ مسوولين د داعش په ګډون د دولت نورو وسله والو ګروپونو ته د ماتې او ځپلو خبر ورکوي.
په کونړ کې دافغان پوځ د دوهمې پلې لوا قوماندان د باختر اژانس سيمه ييز خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې،په ٢٠١٧ زېږديز کال کې يې د خپلو لسګونو ګټورو عملياتو پرمهال درې سوه دوه ديرش وسله وال مخالفان وژلي ،يوسلو پنځه شپيته تنه يې ټپيان کړي،اوڅه د پاسه پنځه سوه د وسله والو له لوري ځای پرځای شوي  ماينونه يې شنډ کړي دي .
د دوهمې پلې لوا قوماندان بريدجنرال ميرويس ساپي په وينا په دغه ولايت کې يې د دښمن يوويشت ډله ييز بريدونه په شاتمبولي چې له امله يې  لسګونه ميله درنې او سپکې وسلې هم دافغان پوځ لاسته ورغلي دي.
ساپى زياتوي چې،افغان ځواکونه اوس د پخوا په پرتله مسلکي شوي او چمتودي چې د خپلې خاورې او خلکوساتنه وکړي.
د کونړ والي وحيدالله کليمزى هم د ٢٠١٧ کال د لاسته راوړنو په اړه  وايي چې، په دغه ولايت کې وسله والې ډلې په دې نه توانيږي چې خپلوشومو موخوته په اسانۍ سره ورسيږي.
د ده په خبره چې د کونړ ټول ولسونه د دولت او په ځانګړي توګه د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړکوي.
والي زياتوي: اولسونه دي چې په خپلو سميوکې يې د قومي جوړښتونو له مخې د وسله والومخه نيولې ده
د کليمزي په خبره د کونړ ولايت د پاکستان ترولکې لاندې قبايلي سيموسره اوږده پوله اوخلاصې لارې د دې لامل شوي چې وسله وال له هماغه لاروڅخه دغه ولايت ته مخه کړي، خو د دوى امنيتي ځواکونو يې تل په کلکه مخه نيولې ده.
له  بلې خوا په کونړ کې د افغان پوځ د دوهمې پلې لوا يو شمېر سرتيري وايي:ژمن دي چې په ميړانې سره د خپلي خاورې اوخلکو ساتنه وکړي.
په همدې حال کې ولسي خلک هم له داعش څخه  ښه خاطره نه لري د اسد اباد اوسېدونکى چې له نوم اخستو يې ډډه کوله باختر اژانس ته وويل: داعش سخت ظلمونه وکړل، زموږ مظلوم سپين ږيري او نورهېوادوال يې په بې رحمۍ سره شهيدان کړل.
هغه وايي د افغانستان جغرافيه او ټولنه داعش نه مني او موږ د داعش له منځه وړلو اومخنيوي په اړه د خپلو ميړنيو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ يو.
تېر کال په کونړکې له خلکو سره انديښنې دا وې چې ګوندې داعش وسله واله ډله به په دغه ولايت کې د ګاونډي ولايت ننګرهار په څېر کړنې ترسره کړي ،خو ددې ولايت امنيتي مسولين ډاډ څرګندوي چې د داعش په شمول يې ټولې وسله والې ډلې  ځپلي او له ماتي سره يې مخامخ کړي دي .پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته