امنیت

پنځه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل باختر- د کب ۱۶مه
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ، دغه عمليات د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ، د هلمند او قندهار ولايتونو په پنجوايي او ګرشک ولسواليو، کې ترسره شول، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال مخالفين ووژل شول او د لارې د غاړو پنځه ماينونه کشف او له منځه يوړل شول.
همدارنګه په دغو عملياتو کې د ملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان شوي او څلور تنه ټپيان دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته