سیاست

جمهور رئیس غني د ترکیې د دفاع له وزیر سره وکتل

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ۱نېټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د ترکیې د دفاع له وزیر خلوصي اکار سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیتي او اقتصادي همکاریو، له تروریزم سره د ګډې مبارزې، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، فرهنګي مناسباتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان او ترکیه ګډو دیني او فرهنګي مناسباتو ته په پام له اوږدو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې دوستانه او ښې اړیکې لري.
د هېواد جمهوررئیس په تېرو کلونوکې له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي، تحصیلي او د ملي په ځانګړي ډول د ښځینه پولیسو د روزنې په برخه کې د ترکیې د مرستې او همکاریو قدرداني وکړه.
وروسته، د ترکیې د دفاع وزیر له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت ترڅنګ له افغانستان سره په ځانګړي ډول د ملي پولیسو د روزنې په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د ترکیې د دفاع وزیر وویل، ترکیه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته