کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
يو ځوان هلک پرون د جوزجان ولايت په شبرغان ښارکې دناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر باختر آژانس ته وويل چې دغه ٢٢ کلن ځوان د شبرغان ښار د غوره په کلي کې د تومانچې په ډزو سره ووژل شو .
خبرځاى زياته کړه: پوليسو د دغې وژنې په اړوند يو تن نيولى دى .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ