کابل/ باختر/ د وږي ١٩مه
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په يوه سفرکې پنجشير ته لاړ او د هېواد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود پر مزار يې د ګلو ګيډۍ کيښودې او د دغه شهيد پاک روح ته يې دعا وکړه .
په دې سفرکې د هېواد له اجراييه رييس سره د پنجشير والي انجنير کمال الدين نظامي، د ولايت مرستيال محمد امين صديقي، د ادارو رييسانو، جهادي او امنيتي قوماندانانو او قومي مخورو ملګرتيا کوله.
عبدالله د هېواد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود پر مزار د ګلو د ګيډۍ د اېښودلو په وخت کې د هېواد د ټولو شهيدانو پاک روح ته دعا وکړه.
ختم- ف – اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ