ورزش

دهېواد دکرکټ ملي ټيم نن دايرلند له ټيم سره خپله دريمه لوبه ترسره کوي .

کابل باختر د کب څوارلسمه :
دهېواد دکرکټ ملي ټيم نن دايرلند له ټيم سره  خپله  دريمه پنځوس اوريزه لوبه په هند کې ترسره کوي .
  دغه سيالۍ په داسې حال کې کېږي  چې دهېواد  دکرکټ ملي ټيم لومړى پنځوس اوريزه لوبه  ګټلې وه او  دويمه لوبه  دباران داورښت له امله بې نتيجې پاى ته ورسيده .
دباختراژانس خبريال ليکي دهېواد دکرکټ دملي ټيم لوبغالي  له کوم ترديد پرته دغه لوبه ګټي .
ددغه اټکل  مهم دليل په دريو شل اوريزو او دوو پنځوس اوريزو لوبو کې  دهېواد دکرکټ دملي ټيم دغړو ښه ځليدل دي .او ددې تر څنګ دهېواد دکرکټ دملي ټيم غړو په هره لوبه کې تراوسه پورې ثابته کړې ده  چې د ګټلو په انګيزې سره  ډګر ته ورځي . که چيرې د هېواددکرکټ دملي ټيم دلوبغاړو انګيزه  ځواکمنتيا او  ځليدل مثال  وګرځوو په باور سره ويلى شو چې دايرلند له ټيم سره دهېواد دکرکټ دملي ټيم دريمه لوبه هم  دهېواد دملي ټيم په ګټه  پاى ته رسېږي .
دهېواد دکرکټ ملي ټيم  له  دغې لوبې وروسته  دايرلند له ټيم سره دوه پنځوس اوريزې لوبې  او يو  تست   لوبه  ترسره کوي .
ختم_ سعيده  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته