ټولنه

فاضل سانچارکي: له ستونزو او چلنجونو سره سره په رسنيوکې د ښځو شتون زيات دى

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين وايي چې له موجود ستونزو او چلنجونو سره سره په رسنيو کې د ښځو فعال شتون پراخ دى.
د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:
کليد  ګروپ او يونسکو نن خپله سروې چې په رسنيو کې د «جنسيتي انډول» په نامه ترسره شوې ده، ټولیزه کړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين سيد فاضل سانچارکي په دې غونډه کې د خبرو په ترڅ کې دغه سروې ارزښتناکه او ګټوره وبلله او ويې ويل: دا واقعيت دى چې موږ په افغانستان کې په تېرو اتلسو کلونو کې په رسنيو او د ژوندانه په بېلابېلو برخوکې د ښځو د پراخ ګډون شاهدان وو، خو په اوسني موجود خراب حالت سره سره د دوى شتون پراخ دى. له ستونزو او چلنجونو سره سره په ټولو برخو په تېره بيا د رسنيو په برخه کې د دوى فعال شتون ليدل کيږي.
ده زياته کړه: په لرو پرتو سيموکې ناوړه دودونه په رسنيوکې د ښځو د  شتون د لارې  پر سر ستر خنډونه دي. حکومت په رسنيو او نورو برخوکې د ښځو په پياوړي او لازم رول ټينګار او د هغوى د زيات شتون لپاره هلې ځلې کوي .
سانچارکي وويل: د رسنيو د تاسیس د قانون له مخې؛ رسنۍ مکلفې دي چې د ښځينه خبريالانو حقوق زيات کړي او موږ هلې ځلې کوو چې ښځې د رسنيو د رهبرۍ  لوړې کچې ته ورسيږي.
وروسته د کليد ګروپ رييسې نجيبې ايوبي خبرې وکړې او ويې ويل: کليد ګروپ د يونسکو له سازمان سره د هغو چلنجونو او ستونزو د موندلو په خاطر چې په رسنيو  کې د ښځو د شتون مخه نيسي، يوه سروې ترسره کړه.
دې وويل: دغه سروې د آسيا د جنوب د ښځو شبکې د سروې يوه برخه وه چې هغوى په نهو آسيايي هېوادونو کې يې ترسره کړه.
دې زياته کړه:  دغه سروې د خوست، کابل، قندهار،  کندز، ننګرهار، بدخشان، بغلان، بلخ او د هرات په ولايتونوکې ترسره شوې ده او له ٢٥٩ تنو ښځينه  ژورناليستانو سره د هغوى د حقوقو، کاري فضا، د ظرفيت د نشتوالي، روغتيايي بيمې  او د خوندي کاري فضا باب مرکې شوې دي .
ايوبي وويل: پخوا چې کومه سروې شوې وه، معلومه شوه چې په رسنيو کې ١١٠٠ تنه ښځې کار کوي، خو په اوسنۍ سروې کې وليدل شول چې ٧٧٠ تنه ښځې په رسنيو کې په دندو بوختې دي چې زياتره يې د کابل،هرات او د بلخ په ولايتونوکې کار کوي.
د ښځو د حقوقو فعالې حميرا قادري هم په دې باب وويل: په افغانستان کې جنسيتي نظر متفاوت او پردى نظر دى او دغه نظر او کتنې په رسنيو کې هم ليدل کيږي چې بايد په رسانه يي کار کې رسانه يي انډول په پام کې ونيول شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته