امنیت

څو تنه طالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٤
دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې دافغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوسله والو طالبانو د ډلې ديوه قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول . او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دميدان وردګو دوالي ويندوي عطالله خوږياني د باختر آژانس خبريال ته وويل : افغان امنيتي ځواکونو تيره شپه د سيد آباد ولسوالۍ دتنګي په سيمه او ددغې ولسوالۍ دبادام او نوکرک په سيمو کې پوځي عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو طالبانو د ډلې ديوه قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته