کابل باختر دسلواغې څلورمه :
د ملي دفاع وزارت په هېوادکې د څلورو تنو ډار اچوونکو د وژلو خبر ورکړ .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي:
په تيروڅليرويشتوساعتوکې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتوپه بهيرکې چې د هېواد په بېلابېلو سيموکې ترسره کړل؛ د ډار اچوونکو د يوه قوماندان په ګډون څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات د هېواد د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ د کاپيسا، ننګرهار، روزګان، قندهار، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ