کابل / د وري ۳ مه / باختر
د قندهار ښار په دویمې حوزې پورې اړوند ښکارپور دروازې ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والو په برید کې یو پولیس او درې ملکیان وژل شوي دي.
عیني شاهدان وايي چې تېره شپه ښکارپور دروازې ته څېرمه ناپېژاندو وسله والو پر پولیسو غلچکی برید وکړ چې په پایله کې یې یو پولیس او درې ملکیان وژل شوي او د پولیسو یو قوماندان ټپي شوی دی.
د قندهار د دویمې حوزې مسوولینو هم د پېښې پخلی کړی؛ خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
پای/وصال
14 د یوې دقیقې څخه لږ