ورزش

دکرکټ د نړيوال جام سياليو ته دکرکټ دملي ټيم دلارې موندلوپه مناسبت د هيواد دجمهور رييس د دويم مرستيال محمدکريم خليلي پيغام

کابل باختر د ليندي څلورمه
دکرکټ د نړيوال جام سياليو ته دکرکټ دملي ټيم دلارې موندلوپه مناسبت د هيواد دجمهور رييس د دويم مرستيال محمدکريم خليلي پيغام
دافغانستان پتمن او اتل پال ملته !
خوښ يم چې يوځل بيا د دې هيواد اتلو اوغيرتي بچيانو د ورزش په ډګرکې وياړ وګاټه او دکرکټ د نړيوال جام په سياليوکې په ګډون سره، په نړيوال ډګرکې دافغانستان د وياړنو او سرلوړى سبب شول .
  زه ددغې ورزشي څانګې د نړيوال جام سياليوته دکرکټ دملي ټيم د مقتدرانه  لارې موندلو له امله دافغانستان ستر او سرلوړى ملت، ورزشي ټولنې، په تيره بيا د هيواد دکرکټ بورد رييس او غړو او ملي ټيم او د هغوى کورنيو ته مبارکي وايم او دا کار د ورزش د ودې اوپرمختګ په لاره کې د افغانستان د ځوانانو او د ورزشکارانو د زيات استعداد او ځواکمنۍ نښه نښانه  بولم . 
په نړيوال ډګرکې د هيواد د ورزشي ټولنې ځلانده او ارزښتناک برياليتوب د دې څرګندوى دى چې زموږ ځوانان او ورزشکاران د دې ځواکمني لري چې د ټولو محدوديتونو او ننګونو سره سره سترې وياړنې وګټي.
ملي يووالى او پيوستون او دغه راز د غرور او وياړ احساس چې په نړيوالو ډګرونو کې هيواد د ورزشکارانو وياړنو وروسته زموږ د ټولنې هر وګړي ته رامنځته کيږي؛ د يو مهم ټولنيز _ فرهنګي کار په توګه ورزش ته غوره اهتمام ضروري کوي.
يوځل بيا ددغې څانګې د نړيوال جام سياليو ته دکرکټ د ملي ټيم دلارې موندلو له امله د افغانستان ټولو خلکو، ورزشي ټولنې او د کرکټ دملي ټيم غړو ته مبارکي وايم او دلوى خداى (  ج ) له دربار څخه ستاسو د لازياتوبرياليتوبونو هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته