امنیت

د کومانډو ځواکونه د طالبانو د ځپلو په خاطر کندز ته روان دي

کندز/ باختر د چنګاښ ديارلسمه :
په داسې حال کې چې کندز يوځل بيا د وسله والو طالبانو د شتون او فعاليت ډګر دى، امنيتي مقامات له دغه ولايت څخه د ډار اچوونکو د ټغر د راټولولو په خاطر د هلوځلو خبره کوي .
په نوي اقدام کې ټاکل شوې ده يوځل بيا د کومانډو ځواکونه د کندزيانو مرستې ته ور ودانګي.
اوس د کندز په ځينو سيمو او د کندز ښار په شاوخوا سيموکې د طالبانو شتون او فعاليت زيات شوى دى، داسې حالات چې د کندز خلک يې يو ځل بيا له ډار سره مخامخ کړي دي.
د کندز خلک له دې امله چې يوځل بيا د ډار اچوونکو تر واکمني لاندې راشي، انديښنه لري .
په همدې حال کې د کومانډو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم وايي چې ډير ژر به د دوى يوه ځانګړې قطعه دوسله والوطالبانودځپلو لپاره کندز ته واستول شي.
ده وويل: د طالبانو په لاس د کندز  تراژيدي به تکراره نه شي .
په همدې حال کې په کندزکې د ميشتو پوځي ځواکونو مقامات وايي چې د وسله والو څو بريدونه يې په شا تمبولي دي او دغه راز د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغه ولايت د ځينو سيمو پاکولو ته به دوام ورکړي.
دغه مقامات په کندزکې د نويو جګړو په بهيرکې د طالبانو د سر د دروند زيان خبره هم کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته