امنیت

دملي اردو درې تنه عسکر په واټونو کې دښخ کړاى شويو ماينونو دچاودنو له امله شهيدان شول

کابل باختردلړم دمياشتې ١٧ :
دملي اردو درې تنه عسکر په واټونو کې دښخ کړاى شويو ماينونو دچاودنې په جلاجلاپيښو کې شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر په هغې خبرپاڼه کې  چې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي  چې دملي اردو درې تنه عسکر دامنيتي دندو دترسره کولو په وخت کې  په واټونو کې  دښخ کړاى شويو ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شوي دي.
ويل شوي دي چې دغه عسکر په جلاجلا پيښو کې شهيدان شوي دي  خو دملي دفاع وزارت ددغو پيښو ځايونه مشخص نه کړل.
ديوبل خبرله مخې :   دملي اردو ځواکونو  دهېواد په بيلابيلو ساحو کې دخپلو وظيفوي فعاليتونو په بهيرکې دوسايطو ضد اته ويشت ماينونه کشف اوشنډکړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته